د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو ویلي، چې د بغلان ولایت د کرکټ لوبغالي د زرغونولو او هوارکارۍ چارې د ۹.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د کرکټ بورډ د انجینرۍ څانګې مسوول، انجنیر ممتاز، ویلي چې په دې پروژه کې د لوبغالي د اوبو رسولو سیستم، زرغونتیا او هوارکاري شامله ده او ټاکل شوې په یو کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د هغه په وینا، د پروژې په لومړي پړاو کې د درې میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو کارونه بشپړ شوي او په دویم پړاو کې به د لوبغالي د رغونې ترڅنګ د روزنځي (اکاډمۍ) د جوړېدو چارې هم پیل شي. انجنیر ممتاز زیاته کړه، چې د لوبغالي لپاره پنځه میلیونه افغانۍ او د روزنځي لپاره یو نیم میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، او ټول به په ټاکل شوي وخت کې بشپړ شي.







