تېره میاشت د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۱۴۳ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده. د راپورونو له مخې؛ په دې لړ کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په اګست میاشت کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه څه باندې ۵۰ مېلیونه ډالرو ته رسېده چې د تېرې جولای میاشتې په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي. په راپور کې راغلي، چې افغانستان ته بیا له پاکستان نه د وارداتو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د معلوماتو پربنسټ؛ په جولای میاشت کې له پاکستان نه افغانستان ته د وارداتو کچه ۱۰۲ مېلیونه ډالرو ته رسېده؛ خو دغه کچه اګست میاشت کې ۸۸ مېلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده.







