د پنجشیر د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې روان کال کې په دغه ولایت کې د چهارمغزو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي. د مسوولینو په خبره سږ کال د چهار مغر( غوزانو ) ټول حاصلات ۲۳۰ متریک ټنو ته رسېدلي په داسې حال کې چې تېر کال دا اندازه ۲۰۰ متریک ټنه وه. مسوولین زیاتوي، دا مهال په پنچشیر ولایت کې پر ۲۲۱ هکټاره ځمکه کې د چهار مغزو ونې کرل شوې دي. د یاد ریاست مسوولین زیاتوي، مناسب اقلیم، د بڼونو پراخوالي، پر وخت اورښتونو او د بڼوالوملاتړ د غوزانو د حاصلاتو د زیاتوالي مهم عوامل دي.








