د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د افغانستان د نفتو او ګازو اړتیا د کورنیو سرچینو له لارې پوره کول د دوی اساسي لومړیتوب دی. د وزارت د مسوولینو په وینا، د هایدروکاربوني سرچینو، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه د دوی د کاري اجنډا په سر کې ځای لري. همدا راز یاد وزارت زیاتوي، ګڼ هېوادونه، د منځنۍ اسیا په شمول، د افغانستان د نفتو د زېرمو په پراختیا او پانګونې لپاره لېوالتیا لري. په همدې لړ کې د طوطي میدان د ګازو د استخراج یو میلیارد ډالرو ارزښت لرونکی تړون له ازبکستان سره فعال دی.







