د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې پنځه میلیونه ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته دي. په افغانستان کې د یاد پروګرام مرستیالې رانیا داګاش ویلي، چې لوږې، خوارځواکۍ، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدو، سېلابونو، وچکاليو او د افغانستان په ختیځ کې وروستیو زلزلو بشري مرستو ته اړتیا نوره هم زیاته کړې ده. نوموړې ویلي، چې دغو ستونزو میلیونونه کسان نابودۍ ته رسولي دي. داګاش پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي، د ژمي تر رارسېدو وړاندې او مخکې له دې چې واورې لارې بندې کړې، باید په افغانستان کې عاجلې بشري مرستې برابرې شي.







