د لغمان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د خصوصي پانګونې له لارې د صابون د تولید یوې کار خونې پر فعالیت پیل کړی دی. سرچینې ویلي، چې د ا کارخونه، نه یوازې د دغه ولایت اړتیاوې پوره کوي؛ بلکې ګاونډیو ولایتونو ته یې هم صادروي. د یادې کارخونې مسوول سید مصطفی رسنیو ته ویلي، چې دا تولیدي کارخونه د قرغیو ولسوالۍ په “مندروړ” سیمه کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او دا مهال ۱۲ تنه پکې په کار بوخت دي. نوموړی زیاتوي، چې دغه فابریکه هره ورځ شاوخوا ۲۰۰۰ دانې صابون تولیدوي، چې د لغمان ترڅنګ ننګرهار، کاپیسا او نورو نږدې ولایتونو ته هم صادرېږي، چې خام مواد یې له ایران، اندونیزیا او مالیزیا څخه واردېږي.







