د میدان وردګو ولایت په چک او سیداباد ولسوالیو کې د ۲۳.۷ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې یادې شبکې د سیدآباد ولسوالۍ د خواجه غړومبان او بهادر خېلو او همدارنګه د چک ولسوالۍ د لنګرډاګ په سیمه کې د (ډاکار) موسسې له لوري د یوه کال په موده کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دا پروژې د کلیو د پرمختګ، روغتیا او دوامدار چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم ګام بلل شوی. د دغو شبکو په بشپړېدو سره د یادو سیمو ۶۴۹ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی.







