د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو ایچ او) خبر ورکړی، چې په اسلامکلا او تورخم کې یې روغتیايي خدمات د څه باندې ۶۰۶ زرو راستنېدونکو لپاره پراخ کړي دي. یاد سازمان پرون په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د راستنېدونکو ترمنځ د سالنډۍ، شري، ډنګي تبې او ملاریا په څېر ناروغیو کې پام وړ زیاتوالی لیدل شوی دی. دغه راز، د مرستندویه بودیجو د کمېدو له کبله د ۴۲۲ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه درېدلي چې لامله یې څه باندې ۳ میلیونه کسان له اړینو روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، چې لومړیتوبونه یې د ناروغیو کنټرول، د ځنډول شویو روغتیايي مرکزونو د پرانېستلو لپاره د بېړنۍ بودیجې برابرول او راستنېدونکو لپاره د روغتیايي خدماتو وړاندې کول دي.







