د زابل په مرکز قلات ښار کې د (Move) موسسې لهخوا د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره چارواکو ته د څلورو امبولانسونو د سپارلو ترڅنګ، د لسګونه روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې هم پيل کړې. د یادې موسسې ولایتي رییس ډاکټر محمدنادر رحماني ویلي، چې د کلینیکونو د بیارغونې پروسه به د روغتیايي خدمتونو په کیفیت او د خلکو په ژوند کې بدلون راولي. د زابل والي شېر محمدشریف د Move موسسې له همکارۍ مننه کړې ده. د څلورو امبولانسونو او ۴۷ کلینیکونو د بیارغونې پرانېستلکېدل، د زابل د روغتیايي سکټور لپاره د یو نوې څپرکي پیل ګڼل کېږي.







