له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې خبر ورکړی، چې د دغې ادارې او کاتولیک خیریه نړۍوالې موسسې ترمنځ د څه باندې یو میلیون او ۴۰ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاريو هوکړه لاسلیک شوې ده. له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې په خبره یاده موسسه به د دغې هوکړې له مخې د اقلیم د زیانونو په تړاو د هېواد په ۶ ولایتونو هرات، کندهار، پکتیکا، هلمند، غزني او زابل کې د نورو موسسو په مرسته معلومات راټولوي، تحلیلوي او د ارزونې راپور جوړوي. دغه راز به د هرات په درېیو ولسوالیو کې د پېښو د ګواښونو د مدیریت کمېټې جوړوي، د ۵۰۰ کسانو د ظرفیت لوړولو پروګرام به عملي کوي او نور ورته کارونه به هم ترسره کوي.







