د هند د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په افغانستان کې یې له زلزلهځپلو سره د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته رسېدلې ده. د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر پرون پرخپله اېکسپاڼه کې لیکلي و، چې ۲۱ ټنه توکي چې پکې کمپلې، خیمې، روغتیايي کڅوړې، د اوبو زېرمه کولو بوتلونه، جنراتورونه، د پخلنځي توکي، د اوبو د تصفیې ګرځنده ماشینونه، د خوب بسترونه، اړین درمل، ویلچرونه او د لاسونو ضدعفوني کولو مواد شامل دي، د یوې الوتکې له لارې کابل ته لېږدول شوي دي. جيشنکر زیاته کړې چې نوې ډیلي په افغانستان کې بشري وضعیت له نږدې څاري او په راتلونکو ورځو کې به نورې بشردوستانه مرستې هم ولېږي.








