د کاپیسا ولایتي مسوولین وايي، د ښاري خدماتو لوړولو او د خلکو لپاره د لا زیاتو اړتیاوو برابرولو په موخه یې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلي. د محمود راقي ښاروال عبیدالله حسام ویلي، دغو پروژو کې د یوه پنځه ستوریز هوټل او د ښاروالۍ سوداګریز مارکېټ جوړل شامل دي. نوموړي ویلي، یاد هوټل په ۶۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی چې د ۱۵۰۰ مېلمنو ګنجایش لري او چارې یې ۴ کلونو کې بشپړې شوي. د محمود راقي ښاروال زیاته کړې چې سوداګریز مارکېټ هم په ۱۸۰ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی چې ۸۳ دوکانونه او ۱۲ کورونه لري او څه باندې ۴۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.







