د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استیفن دوجاریک خبر ورکړی، چې دغه سازمان د لومړنیو مرستو په توګه له خپل بېړني صندوق څخه ۵ میلیونه ډالر د افغانستان زلزلهځپلو ته ځانګړې کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې ملګري ملتونه د افغانستان د زلزلهځپلو د لاسنیوي لپاره د بېړنیو مرستو د غوښتنې په موخه له نورو همکارو بنسټونو سره پر خبرو بوخت دي. د هغه په خبره، په زلزلهځپلو سیمو کې د بېړنیو اړتیاوو د ارزونې په موخه د ملګرو ملتونو او د افغان چارواکو تر منځ خبرې روانې دي. دوجاریک په ټینګار سره ویلي، چې ملګري ملتونه به له افغان ولس سره د مرستو په موخه هېڅ راز هڅې ونه سپموي.







