د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهابالدین دلاور د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړۍوال فدراسیون له مسوول سره په کتنهکې ویلي، چې د راستنېدونکو کډوالو شمېر زیات شوی دی. هغه ویلي، چې دغه کډوال پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري. د سرې میاشتې ټولنې پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړۍوال فدراسیون له نوي مسوول جي سینګال سره کډوالو ته د بشري مرستو د برابرولو په موخه لیدلي دي. دلاور د کډوالو لپاره پر بېړنۍ مرستې ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا مهال روغتيايي خدمتونه، د څښاک پاکې اوبه او لنډمهاله سرپناه برابرول د دوی لومړیتوبونه دي.








