د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي. بېنېټ د افغان کډوالو په پرلهپسې ایستلو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پاکستان باید د نړۍوالو قانوني مکلفیتونو درناوی وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانانو ملاتړي هېوادونه دې د دوی د بیا مېشتېدنې لپاره بېلابېلې لارې او فرصتونه برابر کړي. په وروستیو میاشتو کې د سیمې یو شمېر هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران، زرګونه افغان کډوال له خپلو مېشت ځایونو ایستلي دي.







