د بلغاریایي رسنیو د راپورونو له مخې په چاریوو سیمه کې ددغه هېواد سرحدي ځواکونو د یوه بار وړونکي موټر د پلټنې پر مهال ۲۴ افغانان نیولي دي. د نیول شویو کسانو عمرونه له۱۵ څخه تر ۵۷ کلونو پورې ښودل شوي. سرچینې ویلي، چې دغه کسان دوه ورځې وړاندې نیول شوي او د پېژندنې لپاره یې د جواز لرونکو ژباړونکو مرسته اخېستل شوې ده. دغه ډله د چاریوو د پولیسو ریاست ته انتقال شوې او د موقتي استوګنې ځای ورکړل شوی دی. د بلغاریا د سرحدي ځواکونو عمومي رییس ویلي، چې د بلغاریا-ترکيې پولې په ختیځو سیمو کې فشار زیات دی او کډوال د سیندونو له لارې تېرېږي. څو ورځې وړاندې په لوزینیټس کې هم ۲۴ غیرقانوني افغان کډوال په یوه بس کې نیول شوي وو.







