د بلخ ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې پر ۱۰ کیلومتره سړک د چغل اچولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره په دغه ولسوالۍ کې پر یاد سړک د چغل اچولو چارې د اسلامي امارت له بودېجې څخه د یو میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې، چې چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي. د مسوولینو په خبره د دغه سړک په جوړېدو سره به د یادې ولسوالۍ د ۲۰ کلیو د خلکو د تګ راتګ ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.







