د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د خوګیاڼو ولسوالۍ په سرخ کلي کې یو دیني او عصري تعلیمي کمپلکس د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو. د ځایي چارواکو په خبره دا کمپلکس د ترکیې د سوداګرو او د الخیر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پر څلورو پوړونو کې جوړ شوی، چې ۴۴ درسي خونې، دکنفرانس تالار، پخلنځای او نور اړوند ملحقات لري. سرچینې زیاته کړې چې د دې تعلیمي کمپلکس لپاره پوهنتون، مکتب، دینی مدرسه، څېړنیز مرکز، یتیم خانه، روغتیایي مرکز او لیلیه هم په پام کې نیول شوې، چې دا مهال یوازې د تعلیماتو دیني برخه فعاله شوې او د مسجد د جوړېدو چارې هم تیره ورځ رسماً پیل شوې دي.







