اروپایي ټولنې خبر ورکړی، چې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره یې ۱۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده. په کابل کې د یادې ټولنې دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اندازه پیسې به د یونسف له لارې د اړمنو افغان ماشومانو په ځانګړې توګه هغوی په ژوند ولګول شي چې له ایران او پاکستانه ایستل شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د اروپایي ټولنې دا مرسته په ۳ کلونو کې د افغان ماشومانو پر تعلیم، روغتیا، تغذیې او د ژوند په نورو لارو چارو لګول کیږي. دیادونې وړ ده، چې اروپایي ټولنې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۳۸ میلیونه یورو مرسته کړې ده.







