د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې په متحده عربي اماراتو کې د ترسره کېدونکي اسیایي جام سیالیو لپاره یې ۱۷ لوبغاړي په عمومي او درې نور په احتیاطي نوملړ کې شامل کړي دي. کرکټ بورډ ویلي، چې راشد خان به د دې لوبډلې مشري کوي او د وفیعالله ترهخېل په نوم تازه دمی لوبغاړی هم لوبډلې کې ځای شو دی. دغه سیالۍ به د روان کال د سپټمبر ۹مه نېټه پیل او د همدې میاشتې په ۲۸مه نېټه به پای ته ورسېږي. افغانستان د پیل په لومړۍ ورخ له هانګ کانګ، په ۱۶مه نېټه له بنګلهدېش او ۱۸مه به له سرېلانکا سره ولوبېږي.







