د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت اعلان کړی چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان سوداګرو او موټرچلوونکو د اسانتیاوو لپاره ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو ته نوي ترانسپورټي اتشې واستول شي. د وزارت ویاند حکمتالله اصفي ویلي، د دې اقدام موخه د ټرانزیټ اسانتیاوو رامنځته کول او د هېوادوالو د ترانسپورټي خدمتونو ښه کول دي. ترانسپورټي اتشې د ډیپلوماټیکو استازولیو یوه برخه وي چې په بهرنیو هېوادونو کې د ټرانسپورټ، ټرانزیټ او لېږد رالېږد اړوند چارې څاري او د اسانتیاوو په برابرولو کې ونډه لري.







