د عامې روغتیا وزارت پر اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویل شوي، چې د قطر له هېواد سره په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز تخصصي روغتون د جوړولو تړون لاسلیک شوی دی. د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي، چې دغه روغتون د قطر هېواد په مالي مرسته د قطر الخیریه موسسې لخوا په دوه نیمو کلونو کې جوړیږي. نوموړي زیاته کړې چې زه باور لرم د دې روغتون په جوړېدو سره به نه یوازې په کندهار ولایت بلکې په ټوله جنوبي حوزه کې د مور او ماشوم د تخصصي خدماتو اړتیاوې پوره شي. په کابل کې د قطر د سفارت چارسمبالي مردف القاشوطي وویل چې په دې سره به د میندو او ماشومانو د مړینې لوړه کچه راکمه شي. دا پروژه چې د عامې روغتیا وزارت او د قطر د خیریه بنسټ ترمنځ لاسلیک کېږي، ۴۰۰ بسترونه به جوړ کړي.







