د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۵ کال د لومړۍ نیمایي په اوږدو کې نږدې ۲۳ میلیونه کسان چې پکې شاوخوا ۱۲ میلیونه ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري. یونیسف راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۲۹مې، په افغانستان کې څه باندې ۱۹ میلیونه وګړو بنسټیزو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی موندلی او له ۹.۵ میلیونو زیات ماشومان د خوړو د کموالي له پلوه ارزول شوي دي. د راپور له مخې، څه باندې ۲۷۴ زره ماشومان د سرپايي درملنې او شاوخوا ۲۳ زره ماشومان د بستري درملنې لپاره منل شوي دي.







