د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم ) د «بشرپالنې نړیوالې ورځې» په مناسبت په افغانستان کې د مرستندویانو، نړیوالو بنسټونو او د بشرپالنې برخې فعالانو هڅې ستایلې دي. یاد سازمان په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې هره ورځ هڅه کېږي راستنېدونکو ته چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي، ژوند ژغورونکې مرستې ورسول شي. د یاد بنسټ په خبره، هڅه کېږي چې د مرستو وړاندې کولو پر مهال د اړمنو درناوی او ارزښت وساتل شي او د هغوی د لا خوندي راتلونکي هیله پیاوړې شي.







