د هرات ولایت د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې ۵ زره بیرته راستنېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د یادې خونې مشر ناصر امین وایي، چې د استخدام پروسه جریان لري او ټاکل شوې لومړۍ مرحله کې لس زره کډوال په کارخونو او تولني شرکتونو کې په کار وګمارل شي. نوموړي ټینګار چې د بیرته راستنېدونکو کډوالو له ظرفیتونو څخه د استفادې لپاره لا ډېر پروګرامونه ترلاس لاندې لري او راتلونکې کې به هم د دوی لپاره نور کاري فرصتونه رامنځ ته شي. تر دې وړاندې د هرات اسلامکلا پوله کې د کارموندنې کمیټې مسوول عبدالقیوم وثیق ویلي وو، له ایرانه ۵ زره او ۸۳ راستانه شوي افغانان یې د کار موندنې لپاره ثبت کړي، ترڅو کاري بنسټونو ته یې معرفي کړي.








