تهران ټایمز د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني له قوله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې شاوخوا ۸۰۰ زره افغانان به د روان کال تر پایه خپل هېواد ته ستانه کړای شي. د راپور له مخې ډېری کسان د خراسان رضوي له پولو ایستل شوي او ټينګار یې کړی چې ایران مهاجر ضد هېواد نه دی او د شپږو میلیونو بهرنیو وګړو کوربه دی. په راپور کې د اسکندر مومني له قوله ویل شوي، چې د روان کال له پیله څه باندې یو میلیون افغانان خپل هېواد ته ایستل شوي چې په خبره یې، څه باندې ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه وتلي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان کډوال بیا د ایراني چارواکو له ناوړه چلنده، سپکاوي، نیولو او شکنجې شکایت کوي.







