د کندهار سیمهییزو مسوولینو ویلي، چې له دې ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته د انځرو صادرات پيل شول. د کندهار د کرنې ریاست ویاند، محمد حنیف حقمل، ویلي چې د یوه ملي سوداګر له خوا د ۱۰۰ ټنه انځرو د صادرولو لومړۍ محموله سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته لېږل شوې ده. حقمل زیاتوي، د کندهار انځر د ځانګړي خوند او کیفیت له امله په عربي هېوادونو کې پراخ شهرت لري او د بازار غوښتنه یې په دوامداره ډول لوړېږي. د هغه په خبره، د روان فصل په ترڅ کې به د انځرو ترڅنګ د کندهار نورې تازه مېوې هم د سیمې او نړۍ بېلابېلو بازارونو ته صادرې شي. د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږکال په کندهار کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انځرو بڼونه شته.








