د افغانستان د بدني ښکلا شپږ کسیزه لوبډله په اسیايي لوبو کې د ګډون په موخه ټایلنډ ته لاړه. د اسیا د بدن ښکلا ۵۷مې دورې سیالۍ د ټایلنډ په کوربهتوب د روانې زمري میاشتې په ۲۷مې نېټه پیلېږي او د وږي تر ۳مې نېټې به دوام وکړي. تر دې وړاندې د افغانستان د بدني ښکلا او فټنس فدراسیون ویلي و، چې دغه شپږ ورزشکاران په خپل شخصي لګښت په دغه اسیايي لوبو کې ګډون کوي.







