د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د ازبکستان د انرژۍ له وزیر سره کتلي دي. په دغه کتنه کې اقتصادي مرستیال د دغه هېواد له ولسمشر شوکت میرضیایف سره یې د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په څنډه کې د اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې ګټورې وې چې په خبره یې، د څارنې په پایله کې یې پرون د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا د لېږد په برخه کې د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول. د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې لهمخې، ملا برادر له ازبکستاني لوري غوښتي چې د دغو پروژو ټاکل شوي وخت او کیفیت ته پاملرنه وکړي. جورابیک میرزا محمدوف دغه کتنه کې ویلي، د ازبکستان ولسمشر د افغانستان د اقتصادي ودې او ثبات غوښتونکی دی او په خبره یې، له همدې امله کابل سره د اقتصادي اړیکو او همکاریو پراختیا ته پاملرنه کوي.







