د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې په کندهار ولایت کې نږدې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د مسوولینو په خبره د اوبو رسولو دغه ۲ شبکې د یاد ولایت دامان ولسوالۍ په نوي او جکان کليو کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. په دغو شبکو کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د دوو څاګانو کیندل، د ۳۰ او ۲۵ متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو ۲ ذخیرو ترمیم، د ۱۹۸ شیردهنونو او ٢٠ سولر تختو نښلول شامل دي.







