د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په ۲۳ نویو حرفو کې ۳ زره ماهر او مسلکي کارګران چې له تېر یوه کال راهیسې وزګاره دي، قطر ته استوي. د یاد وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي ویلي، چې له ټول هېواد څخه پر شرایطو برابر کسان کولی شي، چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۷مه) له خپلو تحصیلي، مسلکي او تجربوي اسنادو سره په ټولو ولایتونو کې مشخص شویو مرکزونو کې نوملیکنه وکړي. د هغه په خبره د نوم لیکنې د فورمې بیه ۱۰۰ افغانۍ ده او د هر ولایت مسلکي کارګران او متخصصین کولای شي، چې د خپل ولایت په مرکز کې نوملیکنه وکړي.








