د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په هېواد کې د ۱۷۵ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید چارې روانې دي. د یاد وزارت ویاند مطیعالله عابد رسنیو ته ویلي، افغانستان د لمریزې برښنا د تولید لوړ ظرفیت لري او دغه وزارت هڅه کوي چې دغه برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه راجلب کړي.نوموړي زیاته کړه چې دامهال په ۵ ولایتونو کې د لمریزې برښنا د تولید د ۶سترو پروژو چې ټولټال د ۱۷۵ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري، چارې روانې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي، په پام کې لري په راتلونکو پنځو کلونو کې افغانستان کې له ۷۰ تر ۸۰ پورې د تجدید وړ برښنا پروژې پلي کړي چې د تولید ظرفیت به یې له ۲۵۰۰ میګاواټو څخه زیات وي.







