د زابل ولایت ځایي چارواکي وايي، چې د خاک افغان ولسوالۍ اړوند په سربند کلي کې د ارغنداب سیند پر سر د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړېدو چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه پل به د ۳ میاشتو په موده کې جوړ او سلګونو کورنیو ته د به ټرانسپورټي اسانیاوې رامنځته شي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یاد پل د جوړولو له چارو خوښ دي او وايي، چې د دغه پل په جوړېدو سره به یې نه یوازې د تګ راتګ ستونزې هوارې شي بلکې؛ د کرنېزو محصولاتو په لېږد کې به ورته هم اسانتیاوې برابرې شي.







