د وېسټ انډېز کرکټ ملي لوبډلې د ۳ یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې پاکستان ته ۲ پر یو ماتې ورکړه. په دې سیالیو کې لومړۍ لوبه پاکستان او دوه پرله پسې لوبې بیا وېسټ انډیز لوبډلې وګټلي. یاده لوبلړۍ چې د وېسټ انډېز په کوربتوب ترسره شوه، په وروستۍ لوبه کې ویسټ انډیز لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۲۹۵ منډو هدف ورکړ، په ځواب کې یې د پاکستان ټوله لوبډله ۹۲ منډو جوړولو وسوځېده او دا لوبه یې د ۲۰۲ منډو په توپیر بایلوده. په دې لوبه کې شې هوپ ۱۲۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.







