د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د افغانستان څه باندې ۲۰سلنه خلک چې د هېواد څه باندې ۹ میلیونه نفوس جوړوي د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دی. یاد پروګرام خبرداری ورکړی که د دغو بېوزلو د لاسنیوي په خاطر کافي بودیجه ترلاسه نه کړي په نژدې راتلونکې کې به په میلیونو کورنۍ د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي. یاد پروګرام زیاته کړې، چې په کمې بودیجې کولی شي هره میاشت یوازې یو میلیونو اړمنو کسانو ته کافي خواړو ورسوي. د خوړو د نړیوال پروګرام په خبره، د افغانستان مهمې حیاتي سرچینې چې له بهره د پیسو حواله، بشري مرستې او کرنه ده، د وچکالۍ او نورو ستونزو له کبله تر فشار لاندې دي.







