د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د دغه وزارت معین مولوي احمدالله زاهد له یوشمېر چیني پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي. په بیان کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې چیني پانګوالو په افغانستان کې د برېښنا د تولید، تولیدي فابریکو او د ساختماني سکتور په برخو کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه او له معین څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. مولوي احمدالله زاهد د دوی خبرې واورېدې او د دوی له لیوالتیا یې هرکلی وکړ. نوموړي افغانستان د پانګونې لپاره یو باوري ځای وباله او زیاته یې کړه چې اوس په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره بې ساري اسانتیاوې برابرې شوې دي.








