د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ختيځ زر بستريز روغتون د جوړېدو چارې، چې له تېرو څو کلونو راهيسې ولاړې وې بیا پيل شوې. د ننګرهار د عامې روغتیا رييس، امین الله شریف وايي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه په ځانګړې لارښوونه د دغه روغتون د بیا جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري د ۵۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې. د هغه په خبره د یاد روغتون په جوړېدو سره به د ګاونډیو هېوادونو پر ځای د هېوادوالو درملنه په دغه روغتون کې کېږي. د یادې پروژې مسوول، فیض الباري صالح وايي، دا پروژه به د یوه کال په موده کې بشپړه شي.







