د ماشومانو د ساتنې سازمان په خپل تازه خپارهکړي راپور کې ویلي، چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه له ۸۰۰زرو ډېر ماشومان له ایران او پاکستانه افغانستان ته را ستانه شوي، چې په منځني ډول هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم هېواد ته راستنېږي. د راپور له مخې، له هرو څلورو ستنېدونکو ماشومانو یې درې له ایران څخه راځي او سږکال د ماشومانو د ستنېدو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوی دی. ډېری ماشومان له کورنۍ او سرپرست پرته دي او یا له هغو کورنیو سره راځي چې یوازې اړین وسایل له ځان سره راوړي. د ماشومانو د ساتنې سازمان غوښتنه کړې، چې د ماشومانو او کورنیو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له درناوي ډک ډول ترسره شي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د دغو ماشومانو د ملاتړ لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.







