د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د تکواندو په نړۍوالو ازادو سیالیو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه. د دغه سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې ۱۳ لوبغاړي او ۲ روزونکي شامل دي. په دغو سیالیو کې افغان تکواندوکاران د تنکیو ځوانانو او لویانو په دوو کټګوریو کې ګډون کوي.د معلوماتو له مخې؛ د قزاقستان د تکواندو په ازاده سیالیو کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه تر ۷۵۰ ډېر لوبغاړي ګډون کوي.







