په غزني ولایت کې د ۲.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د غنمو د اوړو کولو یوه معیاري کارخونه پرانیستل شوې ده. د ځايي مسوولینو په خبره دغه کارخونه د یو ملي پانګه وال له خوا پر ۶ جریبه ځمکه او په ۵ پوړیزه ودانۍ کې د ۱۴ میاشتو په موده کې جوړه شوې، چې په ورځني ډول د ۲۵۰ ټنه اوړو د تولید ظرفیت لري. د یادې کارخونې مسوول وايي چې د دې پروژې هدف د بیکارۍ او فقر کمول او د ځوانانو لپاره د کار زمینې برابرول دي. د هغه په خبره، اوس مهال په رسمي ډول ۱۰۰ تنه په دې کارخونه کې په کار بوخت دي او سلګونه نورو ته یې په غیر رسمي ډول د کار زمینه برابره کړې ده. مسوولین وایي چې د کارخونې ټول ماشینونه له ترکیې څخه پېرل شوي، چې له نړیوالو معیارونو سره برابر دي.







