د راپورونو له مخې د تهران والي محمد صادق معتمدیان په تهران کې یوې خبري غونډه ته ویلي، چې د ناقانونه کډوالو د اېستنې بهیر له پیل راهیسې تر اوسه له دغه هېواده څه باندې یو میلیونه ناقانونه افغان کډوال اېستل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې په دې اېستل شویو کې یوازې ۴۵۰ زره ناقانونه کډوال د دغه هېواد له پلازمېنې تهران څخه اېستل شوي دي. نوموړي دغه راز ویلي، چې دغو اېستل شویو کسانو کې ځينې یې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د معتمدیان په خبره ، پروسږکال د تهران په ښوونځیو کې د کډوالو زده کوونکو شمېر ۲۲۰ زرو ته رسېده، خو سږکال د مجازو کډوالو زده کوونکو شمېر شاوخوا ۸۰ زرو ته رسېږي.







