د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د واکسین او تحویل خونې آمریت لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د یاد ریاست مسوولین وایي چې د واکسین آمریت ودانۍ به په دوه پوړونو کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شي او چارې به یې په ۱۱ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. نوموړي زیاته کړې، چې د تحویل خونې ودانۍ چارې به په یو پوړ کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت په ۷ میاشتو کې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه، چې په جوزجان کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او باکیفیته خدماتو ته د خلکو د لاسرسي لپاره د عامې روغتیا ریاست هڅې روانې دي.







