د جلال آباد ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د ښار په ۸مه ناحیه کې د نږدې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱.۸ کیلو متره سړکونو د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د دې پروژو له ډلې د اتمې ناحیې په ۳۱ او ۳۵ ګذرونو کې د یونیپس موسسې په مالي ملاتړ د ۱۵.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱.۸ کیلو مترو په اوږدوالي او د ۴ څخه تر ۶.۳ مترو په پلنوالي د دوو سړکونو د کانکریټ کولو چارې پیل شوي, چې په ترڅ کې یې ۲ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. سرچینې ویلي، چې د یادو سړکونو د جوړولو چارې به په راتلونکو درې نیمو میاشتو کې بشپړې شي.







