د غزني ولایت د رشیدانو ولسوالۍ لپاره د نږدې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي. د غزني د والي ویاند عزت الله سعیدي ویلي چې د رشیدانو ولسوالۍ لپاره په چهار قلعه سیمه کې د کورنیو چارو وزارت له پراختیايي بودجې څخه د ۱۹ میلیونه ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت په درېیو پوړونو کې د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د نوموړي په وینا، دغه ودانۍ به ۲۴ اداري خونې او نورې بېلابېلې اسانتیاوې ولري او چارې به یې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.







