افغاني غالۍ نه یوازې د ښکلا او هنر نښه ده، بلکې د افغانستان د ولس د فرهنګي هویت ژوره هنداره هم ده. دا غالۍ له طبیعي رنګونو، وړیو او کلتوري نښو جوړېږي، چې هر تار یې د تاریخ یوه برخه، او هر رنګ یې د احساساتو یو ژور پیغام لري. د افغاني غالیو ځانګړتیا په دې کې ده چې د پایداره کیفیت، طبیعي موادو، او لاسي هنر له مخې یې نړیوال شهرت موندلی دی. په دې اړه نور په دې ویډیویي راپور کې…






