د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال به په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۱۸۰زره ټنو ته ورسېږي. د مسوولینو په وینا، په هرات کې د انګورو بڼونه شاوخوا ۱۴ زره او ۵۰۰ هکتاره ځمکه نیولې ده. دوی زیاتوي، چې له بڼوالو سره اړینې همکارۍ شوي، د بڼوالۍ نوې میتودونه عملي شوي او د انګورو بڼونه پراخ شوي، چې دا ټول عوامل د انګورو د حاصلاتو د ډېروالي لامل شوي دي. بلخوا، کروندګر خوښ دي چې سږ کال یې د انګورو حاصلات ډېر شوی، خو وایي، د انګورو د ساتنې لپاره سړو خونو ته اړتیا لري، همدارنګه صادراتو ته جدي پاملرنه او بازارموندنه یې اساسي غوښتنې دي.








