د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د کجکي او موسی قلعه ولسوالیو ترمنځ د ١١٣ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا غځولو پروژې چارې پیل شوې دي. په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د هلمند د برېښنا رئیس حافظ هدایت الله محمد په دې خوښي څرګنده کړې، چې په هلمند کې د برېښنا دا ډول سترې پروژې پلې کېږي. نوموړي وویل، په دې پروژې کې د کجکي ولسوالۍ څخه تر موسی قلعه ولسوالۍ پورې د ۳۷.۵ کیلومتره په اوږدوالي غبرګ برېښنايي مزي غځول کېږي. د هغه په خبره د برېښنا یاده پروژه د ١١٣ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کېږي، چې له امله به یې د دغه ولایت کجکي کارخونې ته په ۲۴ ساعته ډول برېښنا برابره شي.







