د میدان وردګو ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک او یوه پل د بیارغولو چارې پیل شوې دي. سرچینې ویلي چې دغه پروژې د جغتو ولسوالۍ په ابطله او ادینه کلیو کې د یاد ریاست له لوري پلي کېږي، چې په کې د ۶.۸ کیلومتره په اوږوالي د یوه سړک او د ۱۰ متره په اوږدوالي د یوه پل د بیارغولو چارې شاملې دي. د مسوولینو په خبره د یادو پروژو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي او ورسره به د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.







