اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې دي. اقتصادي مرستیال په لوګر ولایت کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د کار پېل د دغه ولایت او په ټوله کې د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په دې ولایت کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر یوې کچې راکمه، صنعتي فعالیتونه به زیات او ګڼو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته شي.







