د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ( یو این ډي پي ) په کندوز او بغلان کې له راستنو شویو کډوالو، بېځایه شویو او ځايي اوسېدونکو د ملاتړ لپاره د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت یوه نوې پروژه پیل کړې ده. یاد بنسټ پر خپله اېکس پاڼه په خپاره کړي راپور کې لیکلي چې دا پروژه د «بېرته راستنېدونکو د ادغام لپاره د ګډ مشارکتي اقدام» تر نوم لاندې عملي کېږي. سرچینې ویلي، تمه ده چې دا پروژه به په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې د کندوز او بغلان په ۱۱ سیمو کې د کور جوړونې، بنسټیزو خدماتو، قوي زیربناوو د رغونې او د کارموندنې په برخو کې د بېړنیو اړتیاوو ځواب ووايي. د مالوماتو له مخې د ټولې ۲۳.۱ میلیونو ډالرو بودیجې څخه ۱۵.۸ میلیونه یې د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق (سفتا) له خوا تمویل شوې او پاتې برخه یې د همکارو ادارو له خوا برابره شوې ده.








